به گزارش افغانستان سرفراز به نقل از تلویزیون شمشاد وزارت مخابرات و تکنالوجی میگوید که از سال نو توزیع تذکر های الکترونیکی آغاز خواهد شد .





دمخابراتواومالوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي دالکترونیکي تذکرو تخنیکي چارې یې بشپړې کړي اودویش لړۍ به یې په نوي کال کې پیل شي


چارواکي همدا ډول وایې چې   دمخابراتي  دتیر کال  دعوایدو کچه  نیږدې  دوه سوه میلیونه وه ، چې  ددولت دټولو کلنیو عوایدوڅه باندې لس سلنه  جوړه وي.
چارواکي  زیاتوي هڅه کوي   چې په  نږدې راتلونکې په هیواد کې  اتیا سلنه خلک انټرنیټي خدمتونوته لاس رسۍ پیداکړي .
دمخابراتواومالوماتي ټکنالوجۍ وزیر انجینیر امیرزي  سنګین   دیکشنبې په ورځ  کابل کې  ددغه وزارت دولایتي رییسانو دهمغږۍ په کلني کنفرانس کې وویل دالکترونیکي تذکرو تخنیکې چارې يي بشپړې کړي اودویش  لړۍ به یې  دکورنیو چارو وزارت له لوري  دراتلونکي کال  دوري میاشتې په لومړۍ نیټه پیل شي .
ښاغلی سنګین  زیاته کړه   په دغه بریښنايي

تذکرو کې داړونده کس   ټول مالومات  دنوې ټکنالوجۍپه وسیله ځاي پرځاي کيږي اوهیڅ ډول جعل کاري پکې نشي کیداي .
 امیرزی سنګین همدا ډول   زیاتوي   ددولت دکلنیو عوایدو  لس سلنه  مخابراتي  سکټورجوړوي او  تیرکال  دمخابراتي خدمتونو له لارې   یوسلواته نوي ملیونه ډالر عواید ترلاسه شوی و .
 نوموړی زیاته   اوس مهال دهیواد په یولس  لویو ښارونوکې دیوشمیر مخابراتي شرکتونوله لارې دتري جي انټر نیټي خدمتونه وړاندې کیږي   و خو  دوي هڅه کوي چې په راتلونکي کې دهیواد اتیاسلنه خلکوته انټرنیټ ورسوي .
نوموړي په ورته وخت کې وویل   نا امنۍ  او دمخالفینو ګواښونو  دمخابراتي خدمتونو په وړاندې  ځینې ستونزې را ولاړې  دی ، اوتردې  دمه   دوسله والو مخالیفینو له  لوري دمخابراتي کمپنیودرې سوه ستنې له منځه وړل شويدي  .
دمخابراتواومالوماتي ټکنالوجۍ دوزارت دمالوماتوله مخې  دمګړۍ  دهیواد نوي سلنه خلک مخابراتي خدمتونوته لاس رسۍ لري اودمخابراتي خدمتونودوړاندې کولو په  برخه کې  څلورسوه  زره  کسانو ته دکار زمینه برابره شوی ده .