جمهوررئیس حامدکرزی د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته روان شو

د۱۳۹۲ لمریز کال د تلې ۲۹مه

 د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی د تاجکستان د جمهوررئیس امام علي رحمان په رسمي بلنه، د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، نن سهار د هغه هېواد پلازمېنې دوشنبې ته روان شو.

د هېواد جمهوررئیس به د دغه دوه ورځني رسمي سفر په لړکې د تاجکستان له جمهوررئیس سره وګوري او له هغه سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ  د اړیکو او  همکاریو په باب خبرې اترې وکړي.

له حامدکرزي سره په دغه سفرکې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال، د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن، له نیشه یي توکو سره د مبارزې وزیر ضرار احمد مقبل، په نړیوالو چاروکې د جمهوررئیس سلاکار یحیی معروفي، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خرم، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ارشاد احمدي او د جمهور رئیس ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.