متن کامل سخنرانی جلالتمأب محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان و معاون رئیس جمهور چین در مراسم شصتمین سالگرد تأسیس روابط سیاسی و دیپلماتیک افغانستان و جمهوری خلق چین

۱۲ عقرب ۱۳۹۴ خورشیدی

رئیس جمهور غنی:

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم، اما بعد:

اعوذ باالله من الشیطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

جلالتمآب لی معاون رئیس جمهور چین، جلالتمآب کرزی ملی مشر، جلالتمآب داکتر عبدالله، جلالتمآب ابراهیمی رئیس ولسی جرگه، جلالتمآب رئیس مشرانو جرگه، اعضای محترم کابینه، هیأت همراه معاون رئیس جمهور چین، خواهران و برادران، السلام و علیکم و رحمته الله وبرکاته!

دوستی افغانستان و چین نو نیست، حد اقل دو هزار سال سابقه دوستی تاریخی دارند. ۵۰۰ سال پیش نقاشی اسلامی با وجود بهزاد و سفارت کلتوری که به چین رفت، تأثیر چند صد ساله بالای هنر اسلامی گذاشت. کاغذ از راه مناسبات افغانستان و چین به تمام دنیا سرایت کرد، همچنان هنر چاپ و صنعت باروت. اما ۶۰ سال گذشته ویژه گی خاص را دارد چون چین هم در روزهای خوب، هم در روز های بد. نن چې د افغانستان او چین د معاهدې په اساس ۶۰ مه کلیزه لمانځو، ځکه د اهمیت وړ ده، چې جلالتمآب د چین د جمهور رییس معاون عالي رتبه چارواکی دی،  چې وروسته له کلونو افغانستان ته تشریف ړاوړي او له مونږ سره حضور لري.

به نمایندگی تمام مردم افغانستان، به نمایندگی قشر سیاسی افغانستان، دولت افغانستان و شخص خودم افتخار دارم که به شما خوش آمدید بگویم. ما سفر شما را به حیث سمبول اراده به گسترده شدن و عمیق ساختن دوستی بین دو ملت و دو دولت به فال نیک میگیریم.

زمونږ دوستي هم په ګتو او هم په مشترکو خطراتو باندې بنا ده. د چین سیاست د منطقي ثبات سیاست دی. د منطقې د هوساینې سیاست دی او د یو کمر بند او یوې لارې سیاست دی، چی جلالتمآب شې جین پینګ طرح او تطبیق کړی دی، د منطقې د مشترکې هوساینې او د دولتونو د مساواتو په اساس د همکارۍ سیاست دی. په دی سیاست کې د ابریشم لاره هم یو سمبول ده، هم یو مفکوره ده او هم یو عملي لنډ مهال، منځ مهال او اوږد مهال پروګرام او پروژي دي.

یک بخش صحبت ما متمرکز به این بود که باز چطور افغانستان به یکی از مراکز عمده و چهار راه عمده تمدن آسیایی و اقتصاد براعظم آسیا مبدل شود و در این بخش ما به سرمایه گذاری چین و کمک های آن کشور در قسمت ایجاد زیر بناهایی که منابع طبیعی افغانستان را از آب و موقعیت و برق گرفته، از فرصت به واقعیت مبدل کند، تمرکز میکنیم و این را به واقعیت مبدل می سازیم. آرزوهای هر افغان معلومدار اینست که دهلیز واخان نقطه اتصال منطقه شود. امید داریم که پروژه های پایپ لاین ها، پروژه های برق، پروژه های خط آهن و پروژه های سرک سازی مناسبات چین و افغانستان را فراختر، عمیق تر و وسیعتر بسازد.

چین به حیث یک متعهد استراتیژیک افغانستان علاقه خود را به مردم افغانستان به صورت بسیار واضح اظهار کرد. جلالتمآب شي جین پینګ، ما ته یو خاص لیک ولیکه چې جلالتمآب معاون د رییس جمهور نن راته ولوست، دوی نه یوازې د سرې میاشتې له لارې مرستې کړي بلکې نن یې یوه طیاره له ضروري موادو سره افغانستان ته را ورسېدله، چې خلکو باندې ووېشل شې علاوه پر دې جلالتمأب رئیس جمهور د چین یو میلیون ډالر نقدې مرستې د زلزلې متأثرینو سره ژمنه وکړه.

امروز ما سه قرارداد را امضا کردیم که هر کدام برای امنیت فزیکی و امنیت اجتماعی و مصؤنیت اجتماعی ما نقش دارد. ماشین های خاص امنیتی که تمام موتر های لاری و غیره را میتواند مورد دید قرار دهد، تا از ورود تروریزم در کابل جلوگیری شود، بزودی ممکن نصب خواهد شد و در امنیت فزیکی مردم ما یک قدم بزرگ است.

 سال گذشته دولت محترم چین تعهد کمک یک هزارو پنجصد میلیون ین چینایی نو و تجدید کمک پنجصد میلیون ین سابقه را نمودند. امروز دولت چین یک قدم بزرگ در راه مصؤنیت اجتماعی مردم برداشت، اولین قدم ده هزار تعمیر قابل استطاعت برای مردم ما فراهم خواهد شد، به قیمت پنجصد میلیون ین که معادل حدود هفتاد و نه میلیون دالر امریکایی میشود، عملی خواهد شد.

به پاس قربانی های اراکین اردوی ملی، پولیس ملی و امنیت ملی افغانستان، تصمیم ما این است که یک قسمت قابل ملاحظۀ این مساکن در قدم اول به خانواده های شهدای اردوی قهرمان، پولیس قهرمان و امنیت قهرمان ما داده خواهد شد و در عین حال اساس همکاری همه جانبه برای ایجاد مسکن قابل استطاعت بین چین و افغانستان گذاشته شده و تعقیب خواهد شد.

موافقتنامه سوم در قسمت تقویت معارف و تحصیلات عالی است که آینده همۀ ما به ظرفیت بشری ما تعلق دارد. علاوه پر دې درې زرو بورسونو کې چې تېر کال ژمنه شوې وه بیا هم جلالتمأب معاون د رئیس جمهور نن وویل چې پنځوس بورسونه به په کال کې افغان ځوانانو ته ورکول کېږې.جلالتمأب ډاکتر صاحب عبدالله به په راتلونکي کې د شانګهای د صدراعظمانو کنفرانس کې ګدون وکړي او په هغه کنفرانس کې  به هغه باقي ژمنې چې لا نه دي معلومې  ، معلومې شې او په مشخصو پروژو باندې به بدلې شې. اما فرصتها که همۀ ما روی آن توجه داریم و مسئلۀ آینده است، تنها نقطۀ ارتباط چین و افغانستان نیست، بدبختانه دو دولتی که متعهد به صلح و متعهد به ثبات استند از نگاه تروریزم منطقه یی و تروریزم بین المللی در خطر استیم، بحث ما روی  این تمرکز داشت که این پدیده شوم را که مانع ثبات و رفاه و همکاری منطقه میشود، چطور تحت کنترول بیاوریم و از بین ببریم. در سفر اخیر جناب وزیر دفاع افغانستان ستانکزی صاحب، چین موافقت کرد که یک صد و هشتاد میلیون ین کمک های امنیتی را به افغانستان اختصاص بدهد. همکاری ما در این بخش متداوم خواهد بود، چون خطرات بدبختانه هنوز وجود دارند و هنوز ثبات و رفاه ما را تهدید میکند. چین یک شریک ستراتیژیک در بخش آوردن ثبات منطقوی و عامل ایجاد صلح در افغانستان میباشد. ما واضح ساختیم که جنگ، جنگ تحمیلی، منطقوی و جهانی است، نه یک جنگ داخلی.

ضرورت است که  دولت های منطقه به اساس اصول قبول شده بین المللی و حاکمیت ملی یکدیگر را بشناسند و از ایجاد پناهگاه ها در مملکت خود جلوگیری کنند که یکی از اصول قبول شده بین المللی است و در این بخش ما همکاری چین را در همکاری با شرکای ستراتیژیک دیگر خود مانند ایالات متحده امریکا، اروپا، جاپان، استرالیا و کانادا در یک صف  می بینیم که همه با هم برای ایجاد صلح پایدار، صلح  با عزت و صلح دوامدار در قدم اول بین افغانستان و پاکستان به اساس مساوات دو دولت مستقل و بعداً به حیث صلح منطقوی اقدامات مشترک و دوامدار را انجام بدهیم.  

په اخر کې  جلالتمآب معاون د ولسمشر څخه غواړم، چې څو شخصي کلمې ستاسو په باره کې ووایم او ستاسو نه د هغه  تاریخي رول په اساس چې په چین کې مو لوبولی دی مننه وکړم. تاسي هغسې یوې کورنی پوري تعلق لرئ چې ستاسو مور انقلابی وه او خپل ژوند یې د انقلاب د بریالیتوب لپاره صرف کړ او بیا یې د ماشومانو د روزلو لپاره، پلار مو یو انقلابي وو چې د چین په جوړولو کې یې ډېر مهم نقش ولوبولو او تاسې په ډېر بریالیتوب باندې د جنګسو ایالت کې هغه کارونه تر سره کړل چې د چین یو ایالت چې د فقر او نشتوالي سره مصادف ؤ  د چین په  بډای ترینو ایالتو باندې بدل کړ. جنګسو ایالت ډېر کوچنی دی، خو بې حده بډای دی او دا د تاسو او ستاسو د همکارانو له کارنامو نه دی. د آرکسترا په استازیتوب باندې غواړم زمونږ سلامونه خپلي محترمې مېرمنی ته وړاندې کړئ، چې د موزیک پروفیسره ده. نو هیله لرم چې د افغانستان د ټول ولس او دولت ښې هیلې جلالتماب  شې جین پینګ  ته،  جلالتماب لي صدر اعظم ته  او خپلو ټولو همکارانو ته، د چین د کمونیست ګوند مشرتابه ته او د چین ولس ته تقدیم کړئ. ما باور داریم که دوستی ما وسیعتر، عمیقتر و مفید تر میشود، زنده باد دوستی افغانستان و چین.

 لی یان چاو معاون رئیس جمهور چین:

محترم جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غنی، محترم اجراییوي رییس عبدالله عبدالله، محترم پخوانی ولسمشر حامد کرزی، ښاغلو او اغلو ملګرو، السلام علیکم!

ډېر ویاړم، چې له ولسمشر غني سره د چین او افغانستان ترمینځ د سیاسي اړیکو د ټینګېدو د شپېتمې کلیزې په ملېمستیا کې ګډون کوم. زه د چین د خلکو په استازیتوب ټولو افغانانو ته د زړه له کومې نېکې هیلې وړاندې کوم او ټولو ملګرو ته چې د چین او افغانستان تر مینځ دوستانه لارو چارو ته پاملرنه او ورڅخه ملاتړ کوي لوړ درناوې کوم.

زه په تېره بیا  له دغو محصلینو او زده کوونکو نه د زړه له تله مننه کوم تاسو زموږ د هرکلي لپاره په زړه پورې ملي سرودونه وویل.زه ډېر خوشحاله شوم.

څو ورځې مخکې د افغانستان په شمالي برخه کې د سختې زلزلې له امله ځایې وګړو ته د سر او مال سخت زیانونه رسېدلي دي.د چین د دولت ولسمشر شي جېن پېنګ او لي یان چاو په جلا جلا توګه ولسمشر غني صاحب او اجراییوي رئیس عبدالله صاحب ته د خواخوږۍ پیغامونه استولي دي.

د تازه معلوماتو له مخې د چین د حکومت له خوا د لس میلیونه ین په ارزښت د مرستندویه موادو طیاره نن همدا اوس کابل ته رارسېدلي ده.

دلته زه د دغه فرصت له لارې د ولسمشر شي چېن پېنګ او صدراعظم لې کي چیانګ په غوښتنه د چین د حکومت او خلکو په استازیتوب افغان حکومت ته یو میلیون امریکایي ډالره نقدي مرسته برابروم.

موږ به پرلپسې د افغانستان د اړتیاوو سره سم تر خپلې وسې پورې مرسته وکړو. زه بارو لرم چې د ولسمشر غني او اجراییوي رییس عبدالله په مشرۍ به افغانان هرومرو خپلې ستونزې لیري کړي او خپل ویجاړ کور به بیا اباد کړي.

چین او افغانستان ګاونډي هېوادنه دي او د خلکو تر مینځ دوستانه تګ را تګ یې اوږد تاریخ لري. څه د پاسه ۲ زره کاله د مخه د ورېښمو لارې د دواړو خواوو د وګړو ترمینځ اړیکي ټینګې کړي دي.۶۰ کاله د مخه دواړو هیوادونو سیاسي اړیکې ټینګې کړې او د دوستانه همکاریو نوې دوره یې پیل کړې ده. دغو شپېتو کلونو ته په کتلو سره په ستونزمنه موده کې چین او افغانستان متقابلې مرستې کړي دي او په سوله یزه دوره کې یې ګډ پرمختګ هڅولی دی. دواړو هیوادونو د ستراتیژیکې همکارۍ دوستانه اړیکې جوړې کړې او د خلکو ترمینځ دوستي نوره هم ټینګه شوې ده.

له تاریخي تجربو څخه څرګندېږي چې د چین او افغانستان ترمینځ د اړیکو سالم او ثابت پرمختګ عمده لاملونه عبارت دي له؛ د دواړو هيوادنو مشرانو له ستراتیژیک نظره د خپلمنځې اړیکو د پرمختګ سم لوري ټاکلي.

دوهم، دواړه هیوادونه همېشه د سوله ییز ګډ ژوند پر پنځو اصولو باندې ټینګار او یو بل ته درناوې لري. په مساوي توګه پرمخ ځي. یو د بل د کلیدي مسالو په اړه پوهاوی او ملاتړ کوي.

دریم، دواړه هیوادونه د ګډو ګټو پر بنسټ همکاري کوي او د افغانانو د عامه ګټو په نظر کې نیولو سره د چین له خوا جوړو شویو مرستندویه پروژو لپاره د خلکو زوړنه رانیولي دي.

څلورم، دواړو هیوادونو په نړیوالو او سیمه ییزو چارو کې نیږدې همکاري کوي او د دواړو هیوادونو او  پرمختیایي هیوادنو ګټې مو ساتلي دي.

افغانستان اوس د بدلون د لس کلنې مودې  په لومړۍ کال کې دی چې د ملي وحدت حکومت په مشرۍ یې د نوي هیواد د جوړولو په تاریخي لار کې ګامونه پورته کړي. په عین وخت کې د چین خلک د دوو سریزو موخو او د چیني ملت د بیا سمسورتیا په اړه د چیني امید د پوره کولو لپاره هلې ځلې کوي. د روښانه راتلونکې د ترلاسه کولو لپاره د دواړو هیوادونو د خلکو هیلې ورته دي، همکارۍ، پرمختګ او آینده یې ځلانده ده.

سږ کال د چین او افغانستان ترمینځ د دوستانه همکاریو کال دی. زه د چین او افغانستان ترمینځ د سیاسي اړیکو د ټینګېدو د شپېتمې کلیزې په حال کې افغانستان ته راغلم او غواړم چې د افغانستان له مشرتابه سره یو ځای هغه موافقې پلې کړو چې د چین او افغانستان مشرانو کړې وې او په پرلپسې توګه د دواړو هیوادونو پر انکشافي ستراتیژۍ بحث وکړو. له هغې نه مخکې ما له ولسمشر غني سره یو ځای درې تړونونه لاسلیک کړي دي. موږ په دې نظر یوو.

لومړۍ موږ به د چین او افغانستان ترمینځ عصري تګ راتګ او ملاقات وساتو. چین یې هر کلی کوي، چې په راتلونکي میاشت کې د افغان دولت اجراییوي رییس عبدالله عبدالله په چین کې شانګهای سازمان د غړو هیوادونو د حکومتي مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

دوهم، موږ به د پرمختګ او همکارۍ دوه اړخیزې پروژې پلي کړو. چین به خپله ژمنه پوره کړي، چې په دریو کلونو کې افغانستان ته بې له کوم شرطه یو ملیارده او پنځه سوه ملیونه ین مرسته برابره کړي.سږ کال د ارزانه کورونو د جوړولو په برخه کې پنځه سوه ملیونه ینه برابروي. چین غواړي د بنسټیزو تاسیساتو د انکشافي پلان د جوړولو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي، تر څو چې له خپلو کاونډیو هیوادونو سره اړیکې زیاتې او پراخي کړي. هرکلي کوي چې افغانستان د ورېښمو لار د اقتصادي کمربند په پلان کې ګډون کوي، کوم چې د چین له خوا وړاندې شوې دی.

دریم، موږ به د ترهګرۍ پر ضد د دفاع او امنیت په برخو کې همکارۍ ژورې کړو. چین غواړي د افغانستان د ترهګرۍ ضد توان لوړولو لپاره مرستي برابرې کړي،تر څو چې د دواړو هیوادونو او ځایې سیمې امنیت او ثبات وساتل شي.

څلورم، موږ د افغانستان کورني او بهرني حالت ښه کول غواړو چین د افغانانو په مشرۍ او مالکیت سره له سوله ییز بهیر څخه او له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د ښه والې لپاره له افغانستان څخه ملاټر کوي. دواړه خواوې به د استانبول پروسې او شانګهای همکاري سازمان په ګډون سیمه ییز او نړیوال چوکاټ  کې همکاري پیاوړي کړي او نړیواله ټولنه به وهڅوي، چې افغانستان ته لا زیاتې مرستې برابرې کړي او خپلې ژمنې پوره کړي.

تېر مهال ، اوس مهال او راتلونکي  به چین  د افغانستان د باور وړ ګاونډی او ملګری وي موږ ژوره هیله کوو، چې په افغانستان کې ژر تر ژره سوله، ثبات او پرمختګ رامینځته شي او افغانان له بشري تمدن او پرمختګ څخه ګټې واخلي. موږ به په ګډه کوښښ کوو چې د دواړو هیوادونو روښانه آینده پیل کړو او د چین او افغانستان ترمینځ دوستي نسل په نسل پیاوړې کړي. دا مو هیله ده، چې افغانستان سمسور او خلک یې نېکمرغه واوسي.

تل دې وي، د چین او افغانستان ترمینځ دوستي!

ډېره مننه!