حامدکرزی د نوروز په نړیوال جشن کې د ګډون په موخه ترکمنستان ته ولاړ
+ نوشته شده در چهارشنبه ۱۳۹۱/۱۲/۳۰ ساعت 12:53 توسط جاوید یوسفزی
|
د۱۳۹۱ لمریز کال دکب۳۰مه-
د افغانستان د اسلامي جمهوریـت جمهوررئیس حامدکـرزی د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مـشرۍ د "سولې او انسان پالنې" په نوم د نوروز په نړیوال جشن کې د ګډون په موخه، نن له غرمې مخکې د ترکمنستان پایتخت عشق آباد ته ولاړ.
حامدکرزی به ترکمنستان ته د خپل دوه ورځني سفر په لړکې د نوروز په نړیوال جشن کې پر ګډون سربېره د ترکمنستان او تاجکستان له جمهورو رئیسانو او په دغه جشن کې د یو شمېر نورو برخه والو هېوادونو له مشرانو سره وګوري او د سیمه ایزو همکاریو د پراختیا په اړه به ورسره خبرې اترې وکړي.
تېرکال د نوروز نړیوال جشن د تاجکستان هېواد په پایتخت دوشنبې او له هغه وړاندې د ایران هېواد په پایتخت تهران کې لمانځل شوی و.
د هېواد له جمهوررئیس سره په دغه سفرکې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د فوایدعامې وزیر نجیب الله اوژن، په نړیوالو چاروکې د جمهوررئیس سلاکار ډاکتر محمد یحیی معروفي، په دیني چاروکې د جمهوررئیس سلاکار مولوي محمد جوره طاهري، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر د ریاست مرستیاله مېرمن حمیرا لودین اعتمادي او د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.